ټولنه

په بلخ کې د سيرت النبي (ص) د سيالۍ ګټوونکي وستايل شول

کابل / د غويي ١١مه / باختر
په بلخ کې د سيرت النبي (ص) د سيالۍ د ١٢ مې دورې غوره ستوري پرون وستايل شول.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت په مزارشريف ښار کې جوړه شوه؛ د سيرت النبي (ص) د سيالۍ د جوړولو مسوول عبدالرؤف توانا وويل چې د دغو سياليو د ترسره کولو موخه د محمدي سپېڅلي اسلام دین تر چتر لاندې د قومونو ترمنځ د يووالي او پيوستون د فضا رامنځته کول دي.
د بلخ د والي مرستيال غلام فاروق خپلواک په دې سيالۍ کې د ځوانانو پراخ ګډون د سولې د ټینګښت او له اسلامي شعايرو څخه د ځوان نسل د پوهاوي په لاره کې مهم او ارزښتناک ګام وباله او هيله يې وکړه چې دغه شان سيالۍ دوام وکړي او د توان تر پولې پورې یې د ولايت د رهبرۍ د ملاتړ ډاډ ورکړ.
د بشير نويد شرکت د مجتمع رييس خيرالدين مايل وويل چې په دې سيالۍ کې څه دپاسه ٧٠٠٠ نجونو او هلکانو ګډون لاره چې ۲۵۰ تنه یې د سيالۍ ګټوونکي وبلل شول او هغوى ته جايزې ورکړل شوې.
دغه سيالۍ د شهيد عبدالقادر توانا فرهنګي مرکز، د بشير نويد شرکتونو په مالي همکارۍ ترسره کړه.
ختم- ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته