کابل / د چنګاښ ١٤مه / باختر
د برېښنا شرکت مسوولان وايي د برېښنا شرکت د تخنیکي کارکوونکو له جدي او نه ستړې کیدونکو هڅو وروسته، وارداتي برېښنا بېرته ونښلول شوه.
د مسوولانو د څرګندونوله مخې: د برېښنا شرکت کارکوونکو پرون مازيګر د پروان ولایت اړوند د جنګل باغ په سیمه کې د برېښنا د ړنګې شوې ستنې د درولو او د دوو سرکټونو (مزو) د تړلو چارې بشپړې کړي، چې ورسره د کابل، پروان او ننګرهار حوزو برېښنا عادي حالت ته را وګرځېده.
دغه راز د برېښنا شرکت کارکوونکي د پغمان په ولسوالۍ کې د برېښنا د دوو ستنو د درولو او مزو د غځولو چارې په چټګۍ سره پرمخ وړي.
د برېښنا د دغو ستنو د کار په بشپړېدو سره به د کابل د لویدیځې برخې، غزني او د پکتیا حوزو کې د برېښنا د نشتوالي ستونزه په بشپړ ډول لرې شي.
\ ذ