دهرات ښارباختردسلواغې دمياشتې٢نيټه :
د توغندي څو ګولۍ دهرات ولايت د پوليسو له خوا کشف شوې .
د توغندي شپږګولۍ د هرات ولايت دانجيل ولسوالۍ د سرآسياب کلي له يوه ويجاړ کورڅخه دهرات ولايت د انجيل ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ د استخباراتو امريت دپوليسو او ددغې ولسوالۍ د ملي امنيت د مديريت په همکارۍ کشف شول.
دهرات ولايت د پوليسو يوه مقام د باختر آژانس خبريال ته وويل ؛ د توغندي دغه ګولۍ په وسله والو طالبانو پورې اړه درلوده .
د دغې قضيې په اړوند څوک نه دي نيول شوي خو په دې برخه کې د پوليسو تحقيقات دوام لري. پاې ذکرالله