امنیت

درې تنه ډار اچوونکي په لغمان کې ووژل شول

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٢
د آلماس – ٢٧ په نامه د ګډو محاربوي او چاڼيزو عملياتو په دوام د وسله والو د طالبانو د ډلې درې تنه غړي ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر د باختر آژانس خبريال ته وويل :
امنيتي ځواکونو د وسله والو مخالفينو د ځپلو او د لغمان ولايت د عليشنګ د والسواليو لاروکې د امنيت د تامينولو په موخه له څو ورځو راپه دې خوا د ٢٠١ سيلاب قول اردو د قوماندانۍ په رهبرى عمليات پيل کړي دي او دوام لري چې په نوي انکشاف کې يې د لغمان ولايت د عليشنګ ولسوالۍ په مربوطاتوکې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او د درې تنه نوريې ټپيان شول.
خبرځاى وويل: پلګوټي چې پخوا د دولت وسله والو مخالفينو له خوا ويجاړ شوي و؛ ترميم شول او اوس د دولت شاه تر ولسوالۍ پورې سړک د ترافيکو پرمخ پرانستى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته