امنیت

د طالبانو درې تنه جګپوړي قوماندانان په کاپيسا کې ووژل شول

کابل – باختر د لړم دمياشتې ٢٤
دوسله والو طالبانو درې تنه جګپوړي قوماندانان په کاپيسا ولايت کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول.
په قاري شربت ، قاري نياز الله او قاري شاکر پرون د تګاب ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دوى په پټنځي دپوځيانو له خوا بريد وشو او ووژل شول.
ددغو عملياتو په بهير کې د طالبانو په ډلې پورې اړوندو افرادو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
دکاپيسا ولايت يوه امنيتي مسوول له باختر آژانس سره په اړيکه کې په دغه ولايت کې د طالبانو دجګپوړو قوماندانانو قاري شربت ، قاري نياز الله او قاري شاکر وژل کيدل تاييد کړي دي .
ده وويل چې ددغو قوماندانانو وژل کيدل به په کاپيسا کې دامنيت په ښه والي مثبته اغيزه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته