سیاست

جمهور رئیس غني: مارشال فهیم تل د ملي یووالي ملاتړی او د تبعیض، تعصب او تفرقې مخالف و

کابل_باختر_ د کب د مياشتې١٨مه:
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د جمهوري ریاست د پخواني لومړي مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم د وفات د لومړي تلین په یاد غونډه کې چې نن له غرمې مخکې د لویې جرګې په تالارکې جوړه شوې وه، ګډون وکړ.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
جمهور رئیس غني په دې غونډه کې وویل چې مارشال فهیم هم په سیاست او هم په پوځي ډګر کې داسې یو شخص و چې د څو تېرو لسیزو په تاریخ کې یې ځانګړی مقام ترلاسه کړی دی.
جمهور رئیس زیاته کړه چې مارشال فهیم تل د افغانستان د ملي اتل شهید احمدشاه مسعود ترڅنګ د هغه د یوه نږدې دوست په توګه پاتې شوی و او د احمد شاه مسعود له شهادت وروسته په ډېرو حساسو او پیچلو شرایطوکې یې د جبهې رهبري چې یو دروند مسوولیت و؛ په غاړه واخیستله.
جمهور رئیس محمد اشرف غني په دې باندې په ټینګار سره چې د مسوولیت منل او په ځانګړي ډول په سختو شرایطوکې د رسالت ترسره کول، د فقید مارشال فهیم یوه بله ځانګړتیا وه، وویل چې د ۱۳۷۰ کال په جریان کې چې د هېواد پلازمېنه د کورنۍ جګړې په اورکې سوزېدله، مرحوم قسیم فهیم مهم مسوولیتونه په غاړه واخیستل او د ثبات د ټینګښت لپاره یې ډېرې هڅې وکړلې.
جمهور رئیس غني وویل چې د طالبانو د رژیم له رانسکورېدو وروسته او د جلالتمآب حامدکرزي په مشرۍ د افغانستان د خلکو د آرمانونو د تحقق لپاره چې د هیلو نوی څرک رامنځته شو، بیا هم مارشال فهیم پر ډیموکراسۍ ولاړ د نوي نظام په رامنځته کولوکې مهم رول ولوباوه.
د افغانستان جمهور رئیس وویل چې مارشال فهیم د یوه رښتیا پال سیاستوال په توګه تل د ملي یووالي ملاتړی او د تبعیض، تعصب او تفرقې مخالف و او د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا په ساتنه کې یې مهم رول ولوباوه.
جمهور رئیس محمد اشرف غني څرګنده کړه چې له مارشال فهیم سره یې په وروستۍ لیدنه کې په داسې حال کې چې د هغه مرحوم له سترګو اوښکې بهيدلې د سیاسي تدبیر او ملي یو والي له لارې یې د وروستیو کلونو د لاس ته راوړنو پر ساتنې ټینګار کاوه.
جمهور رئیس غني وویل چې مارشال منځ لاری لید لوری درلود او د انتخاباتو پر ترسره کېدو باندې یې ټینګار کاوه.
د افغانستان جمهور رئیس د سولې په اړه د فقید مارشال له نظرونو څخه د قدردانۍ په ترڅ کې وویل چې هغه مرحوم تل په اصولي ډول د سولې پلوی و او غوښتل یې چې ستونزې د ډیالوګ له لارې حل شي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل چې مارشال یو ولسي وګړی و او د خپل وخت یوه ډېره برخه یې له خلکو سره د اړیکو لپاره ځانګړې کړې وه.
جمهور رئیس غني دې ته په اشارې سره چې مارشال فهیم یو نه هېریدونکی شخصیت دی، وویل چې د وروستیو څلورو لسیزو په تاریخ کې به د مارشال مهم رول څرګند او تل پاتې وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته