ټولنه

په ننګرهار کې دواورې داورښت له امله لسګونو کورونه ويجاړشول .

کابل باختر دسلواغې اوولسمه :
دننګرهار ولايت په شيرزاد  ، حصارک او خوږيانيو په ولسواليو کې د واورې دسخت اورښت له امله په لسګونو کورونه ويجاړ او په سلګونو څاروي له منځه تللي دي .
دشيرزاد په ولسوالۍ کې دواورې دسخت اورښت له امله ١٣٥ کورونه ويجاړ او  ٢٥٠  څاروي له منځه تللي دي او کرکيلې ته سخت زيان اوښتى دى.
دشيرزاد  دولسوالۍ ټولې ادارې دواورې داورښت له امله تړل شوي دي .
دغه راز په حصارک او خوږيانيو ولسواليو کې هم دواورې دسخت اورښت له امله يوشمير کورونه ويجاړ اويوشمير څاروي هم له منځه تللي دي چې شمير يې معلوم نه دى .
دغه راز دننګرهار ولايت په يوشمير  نورو ولسواليو کې دباران داورښت له امله خلکو ته زيان اوښتى دى چې هغوى ته دمرستې رسولو لپاره هلې ځلې پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته