امنیت

له پنځوسو بېځايه شويوکورنيو سره مرسته وشوه

تالقان باختر دچنګاښ دمياشتې  ١٣ :
په تخار ولايت کې نن د (اکتيد) دفتر له خوا له پنځوسو بېځايو شويوکورنيو سره نعدي مرسته وشوه .
د اکتيد دفتر د همغږۍ مسوول احمدخالد د باختر آژانس خبريال ته وويل  چې د اکتيد دفتر په هرې هغې کورنۍ چې د کندز ولايت د دشت ارچي او د تخار ولايت د درقد، ينګي قلعه او خواجه بهاوالدين له ولسواليوڅخه د جګړو له امله بېحايه شوي او د دغه ولايت په مرکزکې ژوند کوي، شل زره نغدي افغانۍ مرسته وکړه.
ده څرګنده کړه چې په دويم پړاوکې هم له دغو کورنيو سره لس زره نورې پيسې ويشل کيږي .
د خالد د څرګندونو له مخې، ټاکل شوې ده له نورو پنځه سوه کورنيو سره د دغه ولايت د رستاق او بهارک په لسواليوکې د اکتيد دفتر له خوا سروې شوې دي، مرسته وشي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته