نړۍ

روسيه: په شمال کې د مشکوکو هليکوپټرونو په باب امريکا بايد ځواب ورکړي

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې  ٢٥ :
په داسې حال کې چې په شمالي ولايتونوکې د مشکوکو هليکوپټرونو د الوتنې او  کښيناستو له امله انديښنې شته، روسي مقامات دغه ناپيژندل شوي هليکوپټرونه د داعش په ملاتړ کوونکي امريکا پورې اړوند بولي.
د باختر آژانس د خبرله مخې: 
د روسيې د جمهور رئيس ځانګړي استازي ضميرکابلوف له رسنيوسره په خبروکې ويلي دي چې د دغو مشکوکو هليکوپټرونو د الوتنې او کښيناستو په باب د افغانستان په پارلمان کې هم پرې خبرې شوې دي او د ننګرهار د خلکو استازي په څرګنډ ډول ويلي دي چې دغه هليکوپټرونه په امريکايي ځواکونو پورې اړه لري او د طالبانو د ډلې پرخلاف د داعش ملاتړ کوي.
ده زياته کړه: دغه موضوع زموږ ديپلوماتانو د ملګرو ملتو سازمان د امنيت شورا په غونډه کې طرحه کړې ده او په افغانستان کې د دغه سازمان د نمايندګۍ له دفترڅخه هم  هيله لري چې په دې باب رپوټ برابر کړي.
دا په داسې حال کې ده چې روسيه په امريکا په افغانستان کې د داعش د تروريستي ډلې د ملاتړ او د سيمې هېوادونو او په تېره بيا روسيې ته د هغو د صادرولو لپاره د هلوځلو تور لګوي.
بايد وويل شي چې د افغانستان په دننه کې ځينې کړۍ  هم په دې باور لري چې   داعش يوه استخباراتي پروژه ده چې له پاکستان څخه په افغانستان تپل شوې ده او دغه ډله د طالبانو د ډلې بديل ده چې بايد د يوشمېر هېوادونو هدفونه په منځنۍ آسيا او روسيې کې تطبيق کړي .
دغه مسئله د دې سبب شوې ده چې روسيه  دطالبانو  په ملاتړ لاس پورې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته