نړۍ

بنګله ديشي مقاماتو دوه تنه مخالف مشران اعدام کړل

کابل باختر د ليندي لومړي نيټه :
د بنګله ديش حکومت ددغه هېواد دوه تنه مخالف مشران په جنګي جنايتونو او په بشري ضداقداماتوکې د ګډون په توراعدام کړل .
باختر آژانس د فرانس ٢٤ د خبري شبکې له خولې خبر راکړ:
د بنګله ديش د عدليې وزير (انيس الحق) وويل: هېواد يې د دوو تنو مخالفانو د اعدام  حکم اجرا کړى دى. يو اعدام شوى په بنګله ديش کې د ډير ستر اسلامي ګوند د جماعت اسلامي ګوند دويم شحض علي احسان محمد او بل يې هم د دغه هېواد د يوه ډير سترمخالف ګوند (ملي ګوند ) د مشرې خالدې ضياسلاکار صلاح الدين قادر چودرى دى.
د بنګله ديش دکورنيو چارو وزير وويل چې دغه دوه تنه تيره شپه په ١٩٧١ م کال کې دبنګله ديش دخپلواکۍ دترلاسه کولوپه بهيرکې په جنګي جنايتونو کې دګډون په تورپه دار وځړول شول .
داعدام حکمونه له هغه وروسته عملي شول چې دبنګله ديش جمهوررييس عبدالحميد دبخښنې لپاره ددغو دوو تنوغوښتنه ردکړه .
په دغودووتنوتورلګول شوى وچې په ١٩٧١ م کال کې له پاکستان څخه دبنګله ديش دخپلواکۍ دترلاسه کولو دجګړې په بهيرکې يې دپاکستان د اردو دځواکونوله خوا دملکي وګړو په وژنې او په ښځوله تيري سره مرسته کړې وه.
په ١٩٧١ م کال کې د بنګله ديش دخپلواکۍ جګړه له لويديځ څخه د خيتځ پاکستان د بيلتون او د بنګله ديش هېواد په نامه د هغه د خپلواکۍ سبب شوه .
په ٢٠١٠ م کې د بنګله ديش صدراعظمې شيخ حسينې د جنګي جنايتونو محکمه جوړه کړه چې د بنګله ديش د خپلواکۍ په وخت کې د پاکستان له اردو سره په همکارۍ د تورنو کسانو دوسيه وڅيړي. خالدې ضيا دغه محکمه غير عادلانه وبلله او موخه يې د اپوزيسيون له منځه وړل بللي دي.
د بنګله ديش د جماعت اسلامي ګوند او ملي ګوند هم په اوسني حکومت د سياسي غچ اخستنې تور لګولى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته