کابل / د وري ۲٤ مه / باختر
د رحمت، مغفرت او د دوزخ له اوره د خلاصون میاشتې روژې د رارسېدو له امله ټولو ګرانو هېوادوالو او د نړۍ مسلمانانو ته مبارکي وایم.
د ملي مصالحې عالي شورا مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ.
د روژې مبارکه میاشت د خیر، برکت او د الله تعاله درګاه ته د رجوع میاشت ده.
افغانان په داسې حال کې د روژې مبارکې میاشتې هرکلی کوي، چې زموږ هېواد د بحران، تاوتریخوالي، قتل او وژنو سره لاس او ګریوان دی.
مسلمانان او روژه نیونکي حتآ په مسجدونو کې هم د اطاعت او عبادت لپاره د امنیت او ارامتیا احساس نه کوي.
د روژې په مبارکه میاشت کې د دیني علماوو، روحانینو او مخورو مسؤلیت په مراتبو درنېږي.
دوی کولی شي، چې له ممبرونو، جوماتونو او تکیه خانو څخه د اسلام مقدس دین د احکامو د تنویر او ترویج لپاره کار واخلي او همدارنګه تاوتریخوالی، تندلاري، وینه توېدنه او جنایت وغندي، لکه څرنګه چې د نړۍ علماوو په تکرار سره غندلي دي.
په هېواد کې روان جنګ د اسلام مقدس دین د ټولو احکامو سره په ټکر کې او ناروا دی، هیڅ ډول دیني، انساني او اخلاقي توجیه نلري.
له طالبانو زموږ غوښتنه دا ده، چې د افغانانو غوښتنې ته ځواب ووایي، د روژې مبارکې میاشتې په خاطر اوربند وکړي او له جنګ او وینې توېدنې لاس واخلي.
تمه لرم چې د روژې مبارکې میاشتې په برکت زموږ دردېدلي هېوادوال له الهی رحمت څخه برخمن شي او په هېواد کې فجایعو او مصبتونو ته د پاى ټکې کېښودل شي.
پاى