خبرونهامنیتټولنه

د معلوم الحال حقوقي او جنايي بندیانو لپاره طرحه جوړېږي

کابل، د تلې۱۲مه، باختر

د چارو ادارې لوی رئيس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین مولوي عبدالحق اخندزاده سره د معلوم الحال حقوقي او جنايي بندیانو د طرحې په اړه خبرې وکړې.

دغه ناسته چې تېره ورځ د چارو ادارې په ریاست کې ترسره شوه، دواړو لوریو د روان کال د کابينې اوومې غونډې د دوهمې پرېکړې په اړه خبرې وکړې.

په ناسته کې د پخوانيو حقوقي او جنايي بندیانو په اړه بحث وشو او په هغه طرحه خبرې وشوې چې د بېلابېلو وزارتونو له لوري کتل شوې او له نظرونو سره مجلس ته د توحيد لپاره ليږل شوې وه.

هېره دې نه وي، چې دا د پخوانيو معلوم الحال مجرمينو اړوند طرحې په اړه د چارو ادارې لوی رياست د مشرتابه، کورنيو چاور وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معينت، سترې محکمې او لويې څارنوالۍ دريمه ناسته وه او په راتلونکې کې هم په دې اړه د نورو ناستو خبره وشوه، ترڅو ياده طرحه بشپړه او د تصويب لپاره يې د کابينې غونډې ته وړاندې کړي.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا