خبرونهفرهنګښوونه او روزنه

په زابل کې پنځه ورځنی د کتابونو نندارتون  پرانیستل شو

 کابل، د غبرګولي٢٣مه، باختر

د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په انګړ کې مطالعې ته د زده کوونکو، ځوانانو او زده کړیالانو د هڅولو په موخه د کتابونو پنځه ورځنی نندارتون پرانیستل شو.

د نندارتون د پرانیستي پر مهال د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس رحمت الله حماد باختر آژانس ته وویل، چې کتاب لوستل او مطالعه کول د انسان لپاره معنوي او روحي ارزښت لري او د انسان علمي پانګه ورسره زیاتېږي.

په خبره یې، د مطالعې له لارې کولای شو چې په هره برخه کې معلومات پیدا کړو؛ خو په دغه ولایت کې یو شمېر خلک له مطالعې سره علاقه نه لري او دغه کتابتون د دې لپاره جوړ شوی، چې د کتاب لوستنې دود عام شي.

د کتابتون مسوولینو وویل، دغه نندارتون به پنځه ورځې دوام وکړي چې پر مهال یې ګډونوال کولای شي د مطالعې په موخه کتابونه د تضمین له لارې له ځان سره یوسي. په خبره یې، دلته د مطالعې لپاره(١٣٠٠٠) بېلابېل ارزښتناک کتابونه شته چې ځوانان، زده کوونکي، لوستي کسان، محصلین او دولتي کارکوونکي کولا ی شي چې وخت پر وخت دلته مطالعه وکړي او کتابونه یوسي.

دا په داسې حال کې ده چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري مخکې هم په مرکز او ولسوالیو کې یو شمیر د کتابونو نندارتونونه جوړ شوي وو ، چې پر مټ یې زیات ځوانان مطالعې ته تشویق شوي دي.

صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته