فرهنګ

فلم جوړونکې رويا سادات وستايل شوه .

کابل باختر د وري د مياشتې ٥ مه :
د هرات والي  محمد اصف رحيمي  د هرات ولايت يوې زړه ورې ميرمنې ته  د امريکا  د بهرنيو چارو  د وزارت له خوا  دکال د زړه ورې ښځې  د جايزې د ورکولو  له امله  مبارکي وويله .
  د هېواد  مدني فعاله  او  مشهوره فلم جوړونکې  رويا  سادات  د هرات ولايت دويمه ميرمنه ده  چې په وروستيو کلونوکې  دامريکا  دبهرنيو چارو وزارت  د زړه ورتيا د جايزې  په ترلاسه کولو بريالۍ کېږي .
مخکې له دې  د هرات ولايت  د استيناف  څارنوالۍ پخوانۍ ريېسه  ميرمن ماريا بشير د دغې جايزې په ګټلو  بريالۍ شوې وه .
  رويا سادات دکال  د زړه ورې  ميرمنې جايزه  د افغانستان ټولو مېړنيو مېرمنو ته وړاندې کړه او د امريکا  د بهرنيو چارو وزارت  او د امريکا  د لومړۍ ميرمنې ملينيا ترامپ  له باور څخه يې مننه وکړه .
  د هرات والي محمد اصف رحيمي  په يوه پيغام کې ټينګار کوي  چې په ټولنيزو فرهنګي  اقتصادي  او هنري  برخو کې  د هرات  د ښځو  داستعدادونو تبارز ثابته کړه چې ، هراتۍمېرمنې   زياتې  ځواکمنتياوې لري .
رحيمي  په بېلابېلو برخو کې د ښځو دمشارکت  د پياوړتيا  اوشتون  د زياتوالي څخه خپل  هراړخيز ملاتړ  بيان کړ او ټينګار يې وکړ  چې،  د ښځو د پرمختګونو په وړاندې د سيمه يېزې ادارې نظر  په ملي او اسلامي  ارزښتونو او په غوره سالاري تکيه لري دا په داسې حال کې ده چې تېرکال د هرات ولايت د نجونو  د رباط جوړولو تيم  په نړيواله  کچه  وځليده او د هرات ولايت بلې  مستعدې ميرمنې  مرضيه رحمانيار هم د هندوستان هېواد د بهرنيومحصلانو ترمنځ  لومړى مقام وګاټه .  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته