
کابل، د کب ۲۸مه، باختر
د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون فوق العاده غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.
په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت دې د مالیې وزارت او نورو اړوندو ادارو سره کار وکړي او د افغانستان برېښنا شرکت لخوا د وړاندیز شویو پروژو (له شبرغان تر الوان دښتې او له الوان دښتې څخه د کابل تر ارغندې پورې د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا لېږد مزي او په الوان دښته او ارغندې کې د سب سټېشن) د پاتې کارونو د بشپړېدو لپاره د تمویل سرچینې وڅېړي او خپلې موندنې دې د اجراآتو په موخه د ۱۰ ورځو په موده کې اقتصادي معاونیت ته وړاندې کړي, څو له هغه وروسته یې په بېړنۍ توګه چارې پیل او تر راتلونکي ژمي بشپړې شي.
همدارنګه د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د استازي په ګډون، له اقتصاد، کور او ښار جوړولو، اطلاعاتو او کلتور وزارتونو، ملي پراختیا شرکت او کابل ښاروالۍ څخه جوړې شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، چې د ښاري طراحي اصولو ته په کتو دې د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې له چوک څخه تر پښتون مارکېټ پورې اړونده ځمکې بېلابېل اړخونه وڅېړي او خپل راپور دې د وروستي تصميم په موخه، اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.
په غونډه کې همدارنګه پرېکړه وشوه، چې د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د (۱۰۰۰) جریبه شاړې ځمکې اړوند دې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په مشرۍ له اوبو او انرژۍ، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو څخه جوړه شوې کمېټه دې له یادې سیمې څخه لیدنه وکړي، د خلکو غوښتنو ته په کتو دې د قضیې اړخونه وڅېړي او د ځمکې اجارې، د قرارداد مودې په اړه دې خپل نظرونه له اقتصادي کمېسیون سره شریک کړي.
د غونډې په پای کې د بلخ ولایت د ۸ پراختيايي شوراګانو حسابونو په اړه ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، چې په وزارتونو او نورو ارګانونو کې د یادو شوراګانو د طلباتو او تضمیناتو د ورکړې او له دغو شوراګانو سره د دولت د پاتې اجناسو په برخه کې اجراآت ترسره کړي.
افغانمل