(PS)سیاست(PS)خبرونه(PS)اقتصادTOP(PS)

د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسېون نوبتي غونډه ترسره شوه

کابل، د وري ۲۸مه، باختر

د ریاست‌ الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.
په غونډه کې د اصنافو د ملاتړ په موخه پر هغوی د مالیې راکمولو په اړه د مالیې وزارت له لوري وړاندې شوی راپور تایید او د اقتصادي کمېسیون د 1401/1/14 مې نېټې پرېکړه تمدید شوه.
اقتصادي کمېسیون تېر کال په خپله نوبتي غونډه کې پرېکړه کړې وه چې د اصنافو د ملاتړ په موخه پر هغوی د ټاکل شوې مالیې اندازه له 1.5 څخه 0.5 سلنې ته راکمه او له یو کال وروسته به د پایلو پر اساس تصمیم نیسي.
په غونډه کې همدارنګه د ریاست‌ الوزرا اقتصادي معاونیت د لارښوونې سره سم، افغانستان ته له بهر څخه د خامې مالګې د تورید د جوړ شوي میکانیزم په نظر کې نیولو سره، د لنډې مودې لپاره اجازه ورکړل شوه.
په ناسته کې کانونو او پټرولیم وزارت ته سپارښتنه وشوه، چې څومره ژر ممکنه وي، داسې پالیسۍ او کړنې غوره کړي، چې افغانستان د پخې مالګې په برخه کې پر کور دننه منابعو څخه پر ځان بسيا شي.
همدا راز د مالیې وزارت په مشرۍ جوړې شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه څو په افغانستان کې د مالګې اړوندو کانونو ذخیرې او د فابریکو له لوري تولیدي ظرفیت وڅېړي او خپل راپور اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.
د اقتصادي کميسيون په غونډه کې همدارنګه پرېکړه وشوه، څو هغه فابریکې او شرکتونه چې په کابل ښار کې معدني اوبه او غیر الکولي مشروبات تولیدوي، مکلف دي چې د اوبو ټولې اړتیاوې د ټانکرونو په مرسته، له کابل ښار څخه بهر د اوبو له سطحي سرچینو څخه تأمین کړي.
د غونډې په پای کې د کابل ښار د اوبو سرچینو د تغذیې په موخه د اقتصادي معاونیت په مشرۍ جوړې شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو له کابل ښار څخه د باندې په بل مناسب ځای کې په تدریجي ډول د معدني اوبو او غیر الکولي مشروباتو د تولیدي فابریکو او شرکتونو او همدا راز د شنو خونو او کرنیزو فارمونو د ځای پر ځای کولو په موخه، یو واضح او عملي طرزالعمل جوړ او د تاییدۍ لپاره یې اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.
افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا