کابل باختر دليندي يوولسمه :
داسلام دستر پيغمبر حضرت محمد ( ص) دميلاد او دوحدت داوونۍ په مناسبت په مزارشريف ښار کې دکتاب نندارتون پرانستل شو .
دباختراژانس دخبرله مخې ، دغه نندارتون دنوى فصل د کتابتون دټولنې له خوا داسلام دستر پيغمبر دنيکمرغه ميلاد او دوحدت داوونۍ په مناسبت دمزارشريف ښار د روضې په چارباغ کې ددوو ورځو لپاره جوړ شوى دى .
ددغه نندارتون مسوول نجيب الله دريابي وويل چې په بيلابيلو برخوکې څه دپاسه زر ټوکه کتابونه په پرانستې فضا کې ددوو وروځو لپاره نندارې ته ايښودل شوي دي .
ده ددغه نندارتون دجوړولو موخه دکتاب لوستلو دروحيې رواچول ، په ټولنه کې دمطالعې دفرهنګ جوړول او وده بيان کړه .
ختم_ سعيده _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ