ښوونه او روزنه

په غورکې د کانکور آزموينه واخستل شوه

کابل – باختر دليندى دمياشتې ٢
د ليسو د دولسمو ټولګيو څه د پاسه دريو زرو تنو فارغانو نن د لوړو زده کړو موسسو ته د لارې موندنې د کانکور آزموينه ورکړه.
د غور پوهنتون رييس پوهنيار عطاالله فاضلي د باختر آژانس ته وويل: د غور ولايت د ليسو د دولسمو ټولګيو څه دپاسه دريو زرو تنو فارغانو چې ٢٦٠٠ تنه هلکان ٤٠٠ تنه يې نجونې وې؛ د هيواد د لوړو زده کړو وزارت د استول شوى هيئت تر نظر لاندې د غور ولايت په مرکز فيروز کوه کې د کانکور آزموينه تېره کړه.
د غور ولايت سرپرست سيد انور رحمتي د دولسمو ټولګيو فارغانو ته په دغه ولايت کې د کانکور  آزموينه د زده کړې په برخه کې مثبت ګام وباله او ويې ويل: په غورکې ښه امنيتي حالت د دې سبب شو چې فارغان په ډيره ښه فضا کې په آزموينه کې برخه واخلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته