سیاست

ادريس زمان د اروپا د امنيت او همکارۍ سازمان د وزيرانو شورا په غونډه کې وينا وکړه

کابل/ د ليندۍ ١٦مه /باختر
د هېواد د بهرنيو چارو وزارت سرپرست ادريس زمان په سلواک کې د اروپا د امنيت او همکارى سازمان د وزيرانو شورا په  ٢٦ يمه غونډه کې وينا وکړه.
د بهرنيو چارو وزارت د عامه اړيکو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ: د ادريس زمان وينا په افغانستان کې د سولې او امنيت پر موضوعګانو متمرکزه وه.
هغه د سولې او د سولې لپاره د افغانستان د دولت اووه فقريزه طرحه بيان کړه او د امنيت په اړوند د افغانستان د ملي امنيت ځواکونو پر برياليتوبونو يې خبرې وکړې.
هغه د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو د برياليو عملياتو چې په پايله کې يې ننګرهار د داعشي جګړه مارانو له شتون څخه پاک شو، يادونه وکړه.
هغه له اېتاليا څخه د آسيا د تماس ډلې غونډې د مديريت او د کنفرانس د جوړولو په خاطر له سلواک څخه مننه وکړه.
ختم- ج – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته