سیاست

د افغانستان د وزیرانو شورا د پیسو د تطهیر او د تروریزم د تمویل د مخنیوي قوانین تایید کړل

کابل- باختر د ثور د مياشتې ١٥
د افغانستان د وزیرانو شورا نن د ولسمشر جلالتمآب حامد کرزي په مشرۍ په اونیزه جلسه کې د پیسو د تطهیر او د تروریزم د تمویل د مخنیوي قوانین تایید کړل. د دغو قوانینو په تصویب سره به د بانکونو په سکتور کې د کابل بانک د بحران په څیر د ضعف والي مخه ونیول شي او په هیواد کې به د یو پياوړي مالي سکتور په ښه والي کې ګټور تمام شي.
د دغو قوانینو مسوده د نړیوالو ادارو سره په مشوره چې په هغو کې د پیسو نړیوال صندوق متخصصین هم شامل وو او د مالي کاري ځواک (FATF) اړتیاوې او سپارښتنې هم په پام کې نیول شوې، رامنځ ته شوې ده .
په مالي سکتور کې د ښو کړنلارو تر څنګ دغه قوانین به د  پانګه والو د جلب او نړیوالو تجارتي معاملو د عملي کیدو له پاره یو حقوقي چاپيریال رامنځ ته کړي. دا هغه قوانین و چې دوه کاله مخکې یې د توکیو په نړیوال کنفرانس کې د دوه اړخیزه حساب ورکولو په چوکاټ کې د افغان دولت له خوا د تایید کیدو ژمنه شوې وه او د  دولت د لوی اقتصاد د ثبات لپاره د پیسو نړیوال صندوق د اوسنۍ تګلارې غوښتنه هم وه.
د پیسو د تطهیر او د تروریزم د تمویل د مخنیوي قوانین د ولسي جرګې له خوا د کانونو د قانون د تصویب څخه دوه ورځې  او په ارزښت باندې د مالیې د زیاتوالي قوانین څخه دوه اوونۍ وروسته تصویب شول.
د دغو قوانینو تصویب د توکیو په کنفرانس کې د افغانستان د پر ځان بسیاینې لپاره د نړیوالو یوه غوښتنه وه، چې خوشبختانه ترسره شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته