فرهنګ

ډاکتر کمال سادات : دلرغونو اثارو ساتنه داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ددندو په سرکې ځاى لري .

کابل باختر د سلواغې اووه ويشتمه :
  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست ډاکتر کمال سادات نن په کابل کې  دملګروملتودعلمي او فرهنګي سازمان  له استازې  ميرمن پتريشه  مک  فليپس سره وکتل .
  دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  دملګروملتو علمي اوفرهنګي سازمان  دهېواد دلرغونو او تاريخي اثارو دبيا رغاونې او ترميمولو په برخه کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له نږدې همکارانو څخه دى .
  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  ددغه مرکز او د اقاخان دټولنې په همکارۍ  ددغه وزارت څو پروژې دبلخ ، هرات او کابل  په ولايتونوکې تطبيقې کړې دي  او دځينو پروژو کار دوام لري .
  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست  په دې کتنه کې  دافغانستان تاريخي او لرغونې اثار نړيواله  فرهنګي پانګه وبلله او ويې ويل  دافغانستان  دتاريخي اثارو ساتنه ،  ترميمول او بيا رغاونه  ددغه وزارت  دکاري لومړيتوبونو پرسرکې ځاى لري او په دې لاره کې يوه شيبه هم بې پروايي نه کوي .
  ده  له خلکو څخه وغوښتل  چې دلرغونو اثارو په ساتنه کې همکار وي  او دغه راز  هغه  اثار چې ترلاسه کوي يي  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ته يې وسپاري ځکه داټول دهېواد تاريخي  فرهنګي او تمدني هويت دى .
  په همدې  ترتيب په کابل کې دملګروملتو دعلمي او فرهنګي سازمان استازې  داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت سره ددغه بنسټ  د دوامدارې همکارۍ ډاډ ورکړ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته