اقتصاد

په افغانستان کې د اوبو لګولو شبکو دپراختيا په خاطر دنړيوال بانک اويا مليونه ډالره مرسته .

کابل- باختر د وږي دمياشتې ٧
نړيوال بانک اويا مليونه په هيواد کې د اوبو لګولو دشبکو د بيارغاونې او پراختيا په خاطر ځانګړي کړي دي .
د هريرود مرغاب سيند لوى رييس انجنير بارز وويل: هلې ځلې به وشي چې ددغو پيسو يوه برخه دهرات ولايت ته ځانګړې شي.
ده ددغې موضوع دردولو په ترڅ کې چې ګنې دغه ټولې پيسې به دسلما بند په ساحه کې لګولي کيږي وويل :تراوسه پورې مشخصه نه ده چې له دغو پيسو څخه څومره دهرات ولايت او په تيره بيا دکانالونو او دسلمابند دساتنې او څارنې برخو ته ځانګړي کيږي.
د ادارې دغه مسوول وايي  سره له دې چې دغه اداره په دې باب زياتې طرحې ترلاس لاندې لري او دمالي سرچينو دتامينولو په لټه کې ده .
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې په دې وروستيو وختو کې دهيواد دانرژۍ او اوبو وزارت ددغې بنسټيزې پروژې دښه امنيت دتامينولو په مقصد دلسو کيلومترو په اوږدوالي او د دريو مترو په سور دسلما بند دمحافظتي ديوال دجوړولو طرحه ترلاسه لاندې نيولي ده او پروژه يې داوطلبي ته وړاندې کړې ده .
ده ددغې طرحې لګښت څه ناڅه درې سوه زره ډالره وباله چې دانرژۍ او اوبو وزارت له خوا ورکول کيږي چې له نوې ترلاسه شوې بودجې څخه نه ده.
افغانستان په ٢٠١١م کال کې د اى- ار-ډي- پى دپروژې د تطبيق  پړاونه ورسيد چې د طرحه شوې پلان له مخې د ٢٠١٧کال تر پاى پورې بشپړيږي.
نړيوال بانک او مرستندويو هيوادونو وغوښتل چې اويا مليونه ډالره ددغې پروژې په ابتدايي لګښت  چې  ٧،  ١٤٨  مليونه ډالره و زيات کړى اواوس ددغې پروژې ټول لګښت   ٧،  ٢١٩ مليونوډالروته   رسيدلى دى او د تطبيق موده يې هم درې کاله ټاکل شوې ده چې په دې ډول به دغه پروژه د ٢٠٢٠ کال و دسامبرپه مياشت کې پاى ته ورسيږي  په افغانستان  کې د اوبو لګولو د سيستمونو د احيا او پراختيا د پروژې مدير محمد ګل حميدي وويل ددغې پروژې دتطبيق هدف په لروپرتو سيمو کې په اوبو لاس رسۍ ، د اوبو دبندونو دمديريت لپاره د ظرفيت جوړولو پياوړتيا او په ملي او دحوزو په کچه داوبو دمنابعو دمديريت پراختيا دى . دغه پروژه څلور برخې لري چې دسيندونو دسواحلو تينګښت چې دسيلاونو په فصل کې له خطر سره مخامخ دي دبندونو پراختيا ، د اوبو دبندونو خوندي مديريت او د اوبو دبندونو دقانوني مديريت ملاتړ پکې شامل دى .
دحميدي دڅرګندونو له مخې تراوسه پورې له دغو پروګرامونو څخه دوه سوه ديرشو زرو کورنيو استفاده کړې ده او په دې پروژه کې ١٦٠ کانالونه ګټې اخستنې ته سپارل شوى دى او ٦٢ نور کانالونه دجوړولو په حال کې دي .
ده څرګنده کړه چې ددغو پروژو دکارکوونکو هلې ځلې د دې سبب شوي دي چې دغه پروژه دبريالۍ پروژې په توګه وپيژندل شي او نړيوال بانک له دغې پروژې سره اويا مليونه ډالره وړيا مرسته ځانګړې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته