سیاست

جنوبي کوريا له افغانستان سره په دايمي همکاري ژمنه ده .

کابل باختر د سلواغې  اوولسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين حکمت خليل کرزي نن په کابل کې دجنوبي کوريا له نوي سفير  ژاهونګ ژي  سره  دپيژندګلوي  کتنه وکړه .
دبهرنيو چارو وزارت دوياند دفتر باختراژانس ته خبرورکړ. په دې کتنه کې سياسي معين دافغانستان په بيا جوړولو او ددولت دکارکوونکو دظرفيت په لوړولو کې دکوريا جمهوريت درول او ددغه هېواد دولايتي بيا جوړونې دټيم له لارې  دافغانستان دامنيت په تامينولو کې ددغه هېواد درول له امله مننه وکړه  او په افغانستان کې يې دحرفوي ،  تعليمي او روزنيزو  مرکزونودجوړولو په برخه کې  ددغه هېواد دهمکارى دزياتوالي غوښتنه وکړه .
دکوريا جمهوريت سفير له افغانستان سره ددوه اړخيزو اړيکو پراختيا مهم وباله او له افغانستان سره ددايمي همکارى په وړاندې يې دخپل متبوع دولت دملاتړ ډاډ ورکړ .
  ختم_ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته