کراچۍ دي نيوز باختر دوږي دمياشتې ١٠
دکراچۍ ښارپه لندي ناحيه کې تيره شپه په يو کلينيک دناپيژندل شويو يرغلګرو د ډزو له امله څه ناڅه اووه تنه ووژل شول .
دپوليسو دڅرګندونوله مخې يرغلګر چې په پنځو موټرسايکلونو سپاره وو په لندي ناحيې له بريد ورورسته په تيښتې بريالي شول .
دمتحده قومي غورځنګ دغړو دڅرګندونو له مخې دغه کلينيک دکراچۍ دمضافتى سازمان دکميټې دمشرغلام سروري دهيري دى چې د هغه زوى هم په وژل شويو کسانو کې شامل دي .
دمتحده قومي غورځنګ مشرالطاف حسين دغه پيښه په کلکه وغندله او له دولت څخه يې دعمدى وژنو پرخلاف داقدام غوښتنه کړې ده .
په يوه بله پيښه کې دوه تنه نور په دغه ښارکې په ډزو سره ووژل شول .
0 د یوې دقیقې څخه لږ