امنیت

په ننګرهارکې د هوايي او ځمکنيو بريدونو په بهيرکې د داعشيانو د سر زيان

 کابل باختر دکب نولسمه :
دننګرهارولايت د داعشيانو په سنګرونو د نويو هوايي اوځمکنيو بريدونو دګر و.
دغه بريدونه د تيرو څليرويشتو ساعتو په بهيرکې د ننګرهار ولايت د اچين، کوټ او د دُربابا په ولسواليوکې د داعشيانو په سنګرونو ترسره شول .
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې په دغو بريدونوکې پنځوس تنه داعشيان وژل شوي او د هغوى د جنګي وسايلو شپږ ډيپوګانې هم  په دغو ولسواليوکې کشف او ترلاسه شوې دي .
  دغه راز ويل شوي دي: دغه تروريستان هغه وخت چې په تروريستي فعاليتونو بوخت وو؛ پرې هوايي بريد وشو .
دغه راز د ننګرهار ولايت امنيتي ځواکونو په تيروڅليرويشتوساعتوکې د نهو ماينونو په کشفولو سره د يولړ چاودنومخه نيولې ده .
دغه ماينونه د ننګرهار ولايت په ګڼ ميشتو لارو او سيموکې ښخ کړى شوي و چې د سيمې د خلکو  په همکارۍ کشف شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته