کابل / د غبرګولي ۲۵ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رییس محمد اشرف غني په مشرۍ د ويډيو کنفرانس له لارې په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو په اړه غونډه نن مازدیګر په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهوري ریاست دویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛په دې غونډه کې چې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح، د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد سرور دانش، د اقتصادي او سوداګریزې ودې او بې وزلۍ راکمولو په چارو کې د جمهور رییس فوق العاده استازي محمدیوسف غضنفر، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب او د رهبرۍ شورا نورو غړو هم حضور درلود، په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو او د افغانستان د سرحدي قواو د پیاوړتیا او لا مسلکي کېدو په اړه هراړخیز بحثونه وشول.
د غونډې په پیل کې د بهرنیو چارو او کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارتونو مسوولینو د ایران د یزد ښار د هغې پېښې چې د څو تنو افغان کډوالو د مړینې لامل وګرځېده او په هغه هیواد کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه د خپلو وروستیو معلوماتو راپور وړاندې کړ.
دغه راز پرېکړه وشوه چې ژر به یو لوړ پوړی افغان پلاوی د ذکر شویو ستونزو د هراړخیز اواري لپاره ایران ته سفر او له ایراني چارواکو سره پرې مفصل بحث او خبرې وکړي.
د یاد پلاوي د سفر موخه په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو څېړل دي چې افغان حکومت یې د حل په موخه لازمې برنامې عملي او موثر تدابیر ونیسي.
د غونډې په پای کې ټینګار وشو چې د افغانستان سرحدي قواوې دې د هیواد په ټولو سرحدونو کې د قاچاق د مخنیوی په موخه خپلې دندې سمې ترسره کړي.#