سیاست

اجراييه رييس دننګرهار ولايت دکامه ولسوالۍ د يوشمير ښوونکو ستونزې واورېدې .

کابل باختر د ثور اتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله پرون دننګرهار ولايت دکامه ولسوالۍ له يوشمير ښوونکو سره وکتل او ددوى ستونزې واورېدې .
  داجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ، دغو ښوونکو  دهېواد له اجراييه رييس سره په کتنه کې وويل چې دجمهور رييس دفرمان له مخې ټاکل شوې وه ددغې ولسوالۍ  ٨٨٠ تنه ښوونکو  ته ځمکې وويشل شي دځمکې ځاى هم مشخص  شو خو دغه  ځمکې  ددولت له خوا بل شخص ته په اجاره ورکړ شوه او دوى دغې موضوع ته په اعتراض سره درې ځلې اعتصاب کړي دي ،خو داجراييه رياست په  استثنا  ددوى ستونزو ته پاملرنه ونه کړه .
  دوى له اجراييه رييس څخه وغوښتل چې ددوى ستونزو ته پاملرنه وکړي او ددغې ولسوالۍ  داوسيدونکو او  په تيره بيا دڅلويښتو زرو تنو زده کوونکو انديښنې لرې کړي .
دهېواد اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله دننګرهار ولايت دکامه ولسوالۍ دښوونکودستونزو له اوريدو وروسته ټينګار وکړ چې په دغې قضيې پورې داړوندو سندونو  پرمخ له دقت وروسته يو هيئت جوړ او دغې ولسوالۍ ته استوي چې له نږدې  څخه ستونزې وڅيړي او ددغې ستونزې ددايمي حل په باب  لازم تصميمونه او اقدامات غوره او عملي شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته