امنیت

په لسګونو تنه ډار اچوونکي دهېواد په بيلابيلو سيمو کې ووژل شول .

کابل باختر دزمري نهه ويشتمه :
دهېواد په يوشمير ولايتونوکې دامنيتي  او دفاعي ځواکونو په پرونيو ګډو عملياتو کې په لسګونو تنه ډار اچوونکي ووژل شول او يوشمير نور ټپيان شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ. دغه عمليات دخلکو دسراو مال دساتنې او د ډار اچوونکو دځپلو په موخه  دننګرهار ،  لغمان ، لوګر ، غزني ، پکتيا ، پکتيکا ، خوست ، ميدان وردګو ،  قندهار ، فراه ، غور ، بادغيس  ، فارياب ، سرپل  ، بغلان ، تخار ،  کندز او دهلمند دولايتونو په يوشمير ولسواليو کې ترسره شول .
دهېواد ددفاعي او امنيتي ځواکونو په دغو ګډو عمليات کې چې دتوپچي او هوايي قوتونو په ملاتړ ترسره شول دغزني ولايت داندړو ،  ناوې او قره باغ  دولسواليو په مربوطاتو کې پنځه پنځوس تنه جګړه مار طالبان ووژل شول او  اووه تنه نور ټپيان شول او دهغوى يو روغتيايي  کلينيک  ويجاړ شو او دپکتيکا ولايت دسروبي ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوه تنه وسله وال طالبان ټپيان شول .
دغه راز دکندز ولايت دامام صاحب ولسوالۍ په مربوطاتو کې دملي اردو او دملي پوليسو دځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې درې تنه ډار اچوونکي ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول او دهلمند ولايت دناوې ولسوالۍ په مربوطاتو کې  دوه تنه ډار اچوونکي ووژل شول او دهرات ولايت په ګذرې ولسوالۍ کې درې تنه وسله وال مخالفين دامنيتي او دفاعي ځواکونو له خوا نيول شوي دي .
دغه راز ددغو عملياتو په بهير کې چې دکورنيو اوبهرنيو ډار اچوونکو پرخلاف ترسره شول دملي اردو لس تنه منسوبين شهيدان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته