امنیت

دوه تنه پاکستانيان او يو افغان کابل ته څېرمه له چاوديدونکو توکوسره ونيول شول

کابل باختر دغويي دمياشتې ١نيټه :
د دوو پاکستانيانو په ګډون درې تنه کابل ته څېرمه له چاوديدونکو توکو سره د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول .
د کابل د ١١١ فرقې يوه خبرځاى دباختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه درې تنه له يوې اندازې چاوديدونکو توکو، څلورو مبايلونو او د کلدارو او افغانيو په ګډون له يوې اندازې نغدو پيسو سره نن سهار دکابل  له بت خاک ولسوالۍ څخه ونيول شول .
دوه تنه نيول شوي کسان پاکستاني اتباع دي چې دهغوى پاسپورټونه هم ددغې فرقې د ځواکونو لاسته ورغلي دي.
دريم کس د ننګرهارولايت د سره رود ولسوالۍ اوسيدونکى دى   .
دغه درې تنه ټيک هغه وخت نيول کيږي چې وسله والوطالبانو په کابل کې د تروريستي بريدونو د ترسره کولو خبر دارى ورکړى دى.
پاى ج  ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته