سیاست

دسلواغې دشپږ ويشتمې نيټې په مناسبت دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني پيغام

کابل باختردسلواغې  پنځه ويشتمه :
دسلواغې  دشپږ ويشتمې نيټې په مناسبت دافغانستان  داسلامي جمهوريت  دجمهور رييس  محمد اشرف غني  پيغام
نحمده   ونصلي علي رسوله الکريم  اما بعد
له نن  څخه ٢٦ کاله وړاندې د ١٣٦٧ کال دسلواغې  په ٢٦ نيټه دافغان ميړنۍ اوباتور ولس دنه ستړې کيدونکې جهاداو مبارزې  پرمټ دوخت  شوروي  اتحاد وروستۍ يرغلګر پوځونه له ګران  هيواد افغانستان څخه  وتلو ته اړ ويستل شول .
دغه ورځ دافغانستان په معاصر تاريخ کې يوه نه هيريدونکي  ورځ ده  چې دافغان ولس دقربانيو ، سرښندنو او خپلواکۍ سره  دمينې څرګندوي کوي .
دافغانستان  مجاهد او قهرمان ولس ته  ددغې پرتمنيې  بريا په اړه مبارکي وايم . دشوروي اتحاد سرولښکرو د ١٣٥٨ کال  دمرغومې  په شپږمه نيټه پرافغانستان تيرى وکړ او نږدې يوه لسيزه  دافغان ولس  دبې ساري  مقاومت وروسته له ماتې سره مخامخ اوزموږ له ګران هيواد څخه ټيټ  سرونه ووتل .
  ددې لس کلنې مبارزې په پايله کې مليونونه افغانان شهيد ،  معيوب  او معلول شول .  او دهيواد پريښودلو ته مجبوره کړى شول . اقتصادي  ، زيربنايي او ټولنيزې  سرچينې  زيانمنې او دهيواد ډيرې سيمې په کنډوالو  بدلې شوې .
  ددې لپاره چې په راتلوونکې کې له دغه ډول  ستونزو څخه مخنيوي وشي  او افغان غميزې ته  دتل لپاره دپاى تکى کيښودل شي   افغان حکومت اوافغان  وياړلې ولس  غواړي  دنړۍ له ټولو  هيوادونو  ، دسيمې  له ملتونو او په ځانګړې توګه له ګاونډيو هيوادونوسره دسوله ئيز تفاهم پربنسټ ښې  او حسنه  اړيکې ولري او له نورو  هم  غواړي  چې دمتقابل  درناوى  په پام کې نيولو سره له افغانستان سره ورته چلند ولري.
له تاريخي پلوه  ثابته ده چې افغانانو تل له خپلې  اسلامي عقيدې او ځمکني  بشپړتيا څخه په ميړانه  دفاع کړې  ده همدااوس  هم افغان  زړه ور امنيتي ځواکونه دهيواد ، اسلامي او ملي  نواميسو څخه ددفاع  او ساتنې  بشپړ مسووليت په غاړه لري او په مستقلانه توګه دهيوادوالو دامنيت او خونديتوب په موخه شپه اوورځ خپله دنده په ميړانه ترسره کوي .
دملي يو والي حکومت  مشرتابه  دافغان  مبارز اومجاهد ولس  ارمانونو اومبارزې ته ديو ستر ارزښت  په سترګه ګوري  اوپه دې لاره کې  خپله ژمنتيا يوځل بيا اعلاموي .
  همدا ډول هغو  نوم ورکو شهيدانو ته هم ددرناوى مراتب وړاندې کوم چې خپل سرونه يې  په سپيڅلي جهاد کې  د هيواد  دخپلواکۍ لپاره نذرانه کړي دي . افغانان ددې جوګه دي چې په يو والي سره  له سترو ننګونو څخه بريالى  راووځي  اوس يوځل بياددې وخت رارسيدلى دى  تر څو په  هيوادکې دتلپاتې  سولې  او امنيت لپاره  په متحدانه ډول غږ اوچت کړو تر څو نور مو ګلالي ماشومان بې پلاره اوخويندې دې  مو  کونډي  نشي  بلکي  هيواد  دابادۍ ، پرمختيا او سوکالۍ  په لورې  روان کړو او ديوپياوړې  باثباته او پرمخ تللي  افغانستان شاهدان واوسو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته