کابل باختر دکب دمياشتې ٨ :
په تيرو٢٤ ساعتوکې دکندز ولايت په دشت ارچي ولسوالۍ کې ١٤ تنه طالبان ووژل شول.
د کندز ولايت امنيه قوماندان جنرال محمدقسيم جنګلباغ دباخترآژانس خبريال ته وويل: په دشت ارچي ولسوالۍ کې د افغان امنيتي ځواکونو په عملياتوکې څوارلس تنه طالبان ووژل شول او٢٠ تنه نوريې ټپيان شول.
امنيه قوماندان زياته کړه: طالبان له هغو ساحو څخه چې پخوا شتون هم دتيښتې په حال کې دي.
دغه راز په دغو عملياتوکې د ترکمنانو، داديسي، کهنه او ساخه اتصالات په ګډون څوکلي چې دطالبانو تر ګواښ لاندي و؛ اوس په بشپړه توګه پاک شوي دي.
ويل کيږي دغه عمليات د طالبانوله شتون څخه د دشت ارچي ولسوالۍ تر بشپړ پاکولو پورې دوام لري .
1 د یوې دقیقې څخه لږ