امنیت

د ملي اردو د يوه هليکوپټر د راغورځيدو له امله ١٦ تنه پوځيان ووژل شول

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٥
د ملي اردو ١٦ تنه سرتيري په زابل ولايت کې د يوه پوځي هليکوپټر د راغورځيدو له امله ووژل شول. دغه پيښه نن سهار رامنځته شوه .
تر اوسه روښانه نه ده چې په دغه هليکوپټر د تروريستي ډلو له خوا بريد شوى دى او يا د فني ستونزې له امله راغورځيدلى دى؟
د ٢٠٧ ظفر قول اردو يوه قوماندان له باختر آژانس سره په اړيکه د ملي اردو ددغه هليکوپټر راغورځيدل تاييدکړل.
ده وويل: په دې پيښه کې د ملي اردو ١٦ تنه پوځيان وژل شوي دي.
د ملي اردو دغه قوماندان وايي: هليکوپټر د پوځي عملياتو لپاره د ځواکونو په ليږدونې بوخت و چې را وغورځيد.
د را رسيدلو خبرونو له مخې: د دغه هليکوپټر ټولې سپرلۍ چې ١٦ تنه ښودلې شوې؛ وژلې شوې دي.
د ظفرقول اردو دغه قوماندان وايي: د دغې هوايي پيښې د رامنځته کيدو د څرنګوالي په باب څيړنې پيل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته