نړۍ

په بغداد کې مظاهرې

بغداد ايرنا  باختردزمري دمياشتې   ٢٣ :
په سلګونو هغو کورنيو چې له دوو مياشتو را په دې خوا دخپلو بچيانو  دبرخليک په باب په بشپړې بې خبرۍ کې وې ، پرون   په بغدا دکې دعراق ددفاع وزارت په وړاندې په غونډې سره داسپايکر  په هوايي اډه کې  له ٢٢کلنۍ  څخه ښکته ديو زرو  اووه سوه اويا تنو محصلانو  دحالت  دروښانه کيدو لپاره د حکومت داقدام غوښتنه وکړه .
باختراژانس دايرنا له خولې  خبر راکړ :   په عراق کې  سخت امنيتي بحران   په دغه هېواد کې  داسپايکر دهوايي ډ ګر  ناتار  تر پردې لاندې نيولى دى او نړيوالې ټولنې هم  ددغه ستر بشري ضد جنايت په وړاندې غبرګون نه دى ښودلى.
داعش  دروان کال  دغبرګولي په مياشت کې موصل ته   درسيدو په هماغو لومړيو ورځو کې  دغه اډه  کلابنده کړه  او لکه څنګه  چې روايت کيږي  دځينو قوماندانانو په  خيانت او له ځينو مخورو سره  په لاس يوکولو  کې اډې  له يو زرو اووه سوه اويا تنو  ځوانو محصلانو او غير وسله والو تنکيو ځوانانو سره چې لاتراوسه پورې يې زده کړې نه وې کړې ، سقوط وکړ.
له هغې ورځې څخه ددغو يو زرو اووه سوه اويا تنو عراقي ځوانانو دبرخليک په باب  کوم  خبرنه دى ترلاسه شوى .
ځينې وايي  يوشمير هغه قربانيان  چې فلمونه او تصويرونه يې دداعش ډلې   په انترنټ کې خپاره کړي دي ، همدغه داسپايکر هلکان وو. او ځينې هم وايي  چې هغوى  دعراق  په صلاح الدين ولايت کې ساتي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته