امنیت

شپږ تنه وسله وال طالبان په ننګرهار کې ووژل شول .

کابل باختر دسلواغې اوومه :
شپږ تنه وسله وال  طالبان تيره شپه په ننګرهار ولايت کې له امنيتي ځواکونوسره په نښته کې ووژل شول او څلور تنه نور يې ټپيان شول .
لومړى جګړه  دلعل پورې ولسوالۍ  په مربوطات کې هغه وخت  ونښته چې  يوې ډلې يرغلګرو دپوځيانو په کاروان ډزې وکړې .  دافغانستان   په ختيځ کې دسرحدي پوليسو  يو قوماندان دباختراژانس  خبريال ته وويل  چې په دې  نښته کې  دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه  نور يې ټپيان شول .  دويمه جګړه نن سهار دبټي کوټ ولسوالۍ بازارته څيرمه هغه وخت  ونښته چې پوځيانو دملکي وګړو دسپرلۍ په موټر  دطالبانو دبريد مخه ونيوله .  په دې نښته کې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يوتن بل يې ټپي شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته