کابل باختر د کب دمياشتې ٤ :
د روغتيايي لومړنيو مرستو په باب شپږ ورځنى روزنيز پروګرام دپروان ولايت ځوانانو ته جوړ شو.
د باختر آژانس دخبريال دخبرله مخې ؛
دپروګرام دويمه دوره د پروان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست دځوانانو چارو د آمريت له خوا ترسره شو چې دځوانانو دملي فدراسيون رضاکارو ځوانانو د ټپيانو د درملنې، د وينې د توئيدو د مخنيوي لارې چارې، مصنوعي تنفس، د ټپيانو څارنه او نور لومړني خدمتونه زده کړي.
د پروان ولايت د اطلاعاتو اوفرهنګ رياست دځوانانو دچارو آمرحکيم باوري د دغه پروګرام د جوړولو هدف لومړنيو روغتيايي مرستوسره دځوانانو بلدتيا او درملنه وبلله .
0 د یوې دقیقې څخه لږ