امنیت

د ملي امنيت د شورا دفتر: په تېره اوونۍ کې ٢٣ ملکي وګړي د طالبانو له خوا وژل شوي دي.

کابل / دچنګاښ ٢١مه / باختر :
د ملي امنيت د شورا دفتر  ديوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي دي  چې د تېرې يوې اوونۍ په بهير کې په هېواد کې  ٢٣ ملکي وګړي د وسله والو طالبانو له خوا وژل شوي دي.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ په اعلاميه کې ويل شوي دي ، د افغانستان دولت تل  د تاوتريخوالي په بندولو ټينګارکوي .خو وسله وال طالبان د ټولو لورو او د افغانستان  د خلکو  غوښتنې په پام کې نه نيسي او د بې ګناه خلکو وژلو ته دوام ورکوي .
  په اعلاميه کې ويل شوي دي، په تېره يوه اوونۍ کې  ٢٣ ملکي وګړي په ١٦ ولايتونوکې د طالبانو له خوا وژل شوي دي او ٤٥ نور ټپيان شوي دي.
ختم _ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته