کابل / د وري١١مه / باختر
وسله والو طالبانو تېره شپه په خوست کې د امريکايي ځواکونو پر پوځي اډې توغنديز بريدونه وکړل.
تراوسه پورې د دې پېښې د سر زيان په اړه معلومات نشته.
دغه اډه د خوست په پخواني هوايي ډګر کې موقعيت لري چې د څه ناڅه ۵ توغنديو د توغولو ډګر و.
يوې امنيتي خبرې سرچینې چې ويې نه غوښتل نوم يې واخيستل شي، له باختر آژانس سره په اړيکه کې په ياد ولايت کې د امريکايي ځواکونو پر اډې د توغنديو بريدونه تائيد کړل. هغه وسله وال طالبان د دغې بريدونو مسوول وبلل.
وسله والو طالبانو د دغو بريدونو مسووليت منلى دی، خو ويلي يې دي چې دوى پر افغان پوځي ځواکونو بريدونه کړي دي.
تراوسه د دې پېښې د مرګ ژوبلې په اړه راپورنه دى ورکړ شوى.
امريکايي پوځيانو هم تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
پاى\ ذ