کابل باختر دزمري نولسمه :
په غور ولايت کې په دوو جلا جلا پيښوکې دوه ښځې ووژلې شوې .
د غور د والي وياند عبدالحى خطيبې دباخترآژانس خبريال ته وويل چې ديرش کلنې ميرمنې فاطمې د غور ولايت دتيورې ولسوالۍ په نيلي کلي کې ځان زندى کړ .
خبرځاى وويل چې تر اوسه پورې د دغې پيښې انګيزه نه ده روښانه شوې .
ده زياته کړه چې د دغې موضوع په اړوند يوتن نيول شوى دى .
په همدې ولسوالۍ کې په يوه بله پيښه کې يوه ښځه په ډزو سره ووژله شوه .
د غور د والي وياند په دې باب وايي: لا تراوسه پورې نه ده مشخصه شوې چې دغې ښځې ځان وژلى دى او يا وژله شوې ده ؟
خطيبي زياته کړه: ټاکل شوې وه دغه ښځه په دوو ورځوکې واده وکړي .
ده زياته کړه: د قضيې د روښانه کيدو د ځنډ علت دا دى چې پيښه د دولت د مخالفينو تر کنترول لاندې ساحه کې رامنځته شوې ده .
د روان کال له پيل څخه تر اوسه پورې د غور ولايت د څو پيښو او د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي ډګر دى .
1 1 دقیقه لوستل