امنیت

په هرات کې د دوو بهرنيو ميرمنو د ترورعاملين په اعدام محکوم شول

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢٨ :
د دوو فنلندي ميرمنو د ترور اصلي عاملين د هرات د ښاري محکمې له خوا په اعدام محکوم شول.
د يوې خيريه موسسې دوه تنه کارکوونکې څه موده مخکې په هرات ښارکې ترورې شوې چې د دغې قضې په اړونده درې تنه مشکوک کسان د امنيتي ځواکونوله خوا ونيول شول.
دغه کسان د هرات د ښاري ابتداييه محکمې رياست د کورنى او بهرنى امنيت پرخلاف د جرمونو د ديوان په غونډه کې چې د قضاوتمل غلام رسول منصورپه مشرۍ جوړه شوې  وه؛ په علني ډول محاکمه  او مجازات  شول .
ښاغلى منصور وايي: په دغو کسانو د ترور او ورانکارۍ په  قضيوکې هم تور لګول شوى دى او څه موده مخکې يې دوه تنه بهرني ميرمنې په هرات ښارکې وژلې وې.  يو له دغوکسانوڅخه چې شهرت يې فرهاد بلل شوى دى او دجنايي جرمونوپرخلاف  د مبارزې دپوليسو  پخوانى کارکوونکى  دى؛ په ا عدام محکوم شو.
په فرهاد دملي امنيت د يو تن کارکوونکى او د يوشمېر دولتي کارکوونکو د ترور تور هم لګول شوى دى .
د تورن يو همکار هم  د جرم د پټولو په تور او له دغو کسانو سره د مرستې په  خاطر په پنځه کاله بند او دريم  تورن  په دوه کاله او شپږ مياشتو تنفيذي بند محکوم شو.
په دې غونډه کې  د تښتونې  د قضيو  درې تنه تورن کسانو هر يو په پنځلس کاله  او شپږو مياشتو بند او د اقتصادي سبوتاژ په تور تورن سړى په څلورکاله بند محکوم شو.
خبرځاى وويل چې د تورنو کسانو د استيناف غوښتنې حق محفوظ دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته