امنیت

شپږتنه وسله وال طالبان ووژل شول او ملا نورالدين ټپي شو

هرات باختر آژانس د وږى ١٩
دهرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې دملي اردو په عملياتوکې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دهرات ولايت د پوليسو مسوول باختر آژانس ته وويل دغه طالبان تيرماښام دشينډنډ ولسوالۍ دبرمکان  زيرکوه په سيمه کې و وژل شول.
د ده  دڅرګندونو له مخې :دملي اردو ځواکونو پخوا خبر ترلاسه کړى وچې يوې  ډلې وسله والو طالبانو پردوى د کمين او بريد نيت لرى په همدى مقصد يې په متقابل بريد لاس پورى کړ او طالبانو ته يې دسر دزيانونه واړول .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې : دطالبانو مړى دپيښې په ځاى کې پاتي او دطالبانوقوماندان ملا نورالدين له دوو سرګرو پانو سره په داسې حال کې چې ټپي و دنښتې له سيمې څخه تښتيدلي دي ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې په دغو عملياتو کې دملي اردو ځواکونو او خلکو ته زيان نه دى اوښتي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته