سیاست

د غزني ولایت د خواجه عمري ولسوالۍ یو شمېر سپین ږیرو او دولتي مسؤلینوله انجنیر محمدخان سره وکتل

کابل_باختر د تلې د مياشتې ٥ مه
د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجنیر محمدخان د غزني ولایت د خواجه عمري ولسوالۍ له یو شمیر سپین ږیرو، قومي مشرانو، دولتي مسؤلینواو ځوانانو سره نن د خپل کار په دفتر کې وکتل.
د اجراييه رياست د وياند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
په پیل کې د غزني ولایت د خواجه عمري ولسوالۍ ولسوال علي دوست شمس د یادې ولسوالۍ پر امنیتي ، اقتصادي او اجتماعي وضعې خبرې وکړې.
ولسوال وویل : موږ تر ډیره بریده توانیدلي یو چې د میشتو وګړو په همکارۍ په دې ولسوالۍ کې د امنیت تر څنګ زراعت او پوهنې ته هم وده ورکړو.
نوموړي همدا راز د زراعت د ښې ودې لپاره د بند سلطان او بند سردې د رغونې غوښتنه وکړه او دا یې د غزني ولایت په خاصه توګه د خواجه عمري ولسوالۍ وګړو عمده غوښتنه وبلله .
د خواجه عمري ولسوالۍ د پوهنې مدیر نور احمد خاطریار په دې ولسوالۍ کې د پوهنې لاسته راوړنو څخه یادونه وکړه او زیاته يې کړه چې په یاده ولسوالۍ کې د پوهنې په برخه کې ډیر پرمختګ شوی.
د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجینیر محمدخان په یاده ولسوالۍ کې د شویو پرمختګونو څخه خوښي څرګنده کړه او وې ویل : د ټولو سیمو وګړي باید له دولتي مسؤلینو سره یو ځای د هیواد د امنیت په ټینګښت، رغونه او پرمختګ کې ستاسو په څیر ونډه واخلي او خپل ولس ته د خدمت جوګه شي .
لومړي مرستیال انجینیر محمد خان ؛ د بند سلطان رغونه د غزني ولایت خوصوصاً د خواجه عمري ، ګیرو او اندړو ولسوالیو ته حیاتي مسئله وبلله او وې ویل : که چېرې د بیا رغونې په اړه يې عملي کار پیل نه شي په یادو ولسواليو کې میشت وګړي به له ډیرو ستونزو سره مخ شي.
همدا رنګه انجینیر محمدخان راغلو مشرانو ته ډاډ ورکړ چې د یادو ستونزو په اړه به له اړونده مسؤلینو سره خبرې وکړي او د حل په برخه کې به یې کوټلي ګامونه پورته کړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته