کابل/ باختر/ د چنګاښ ۹ مه
د هندوستان د کرکټ ملي ټيم، د کرکټ د ۵۰ آوريز نړيوال جام په سياليوکې له کوربه ټيم انګلستان سره لوبه کوي.
د باختر آژانس د خبر له مخې: دغه لوبه د افغانستان په وخت نن له غرمې وروسته په دوو بجو پيل شوه.
د هندوستان د کرکټ ملي ټيم د دغو سياليو په جدول کې په ۱۱ امتيازونو سره په دويم او د انګلستان ټيم په پنځم مقام کې ځاى لري.
د انګلستان د کرکټ ملي ټيم د پاکستان د تېرې شپې په برياليتوب سره، بايد نننۍ لوبه وګټي چې د سياليو له څلورو ټيمونو سره يوځاى شي.
ختم- ج -اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ