ټولنه

په پنځلسو ولايتونوکې بېځايه شوي کسان په بد حالت کې شپې سبا کوي

-کابل دغويي دمياشتې ٢٠نيټه :
د مهاجرينو نړيوال سازمان ويلي دي چې درې نيم ميليونه کورني او له بهر څخه راستنې شوي  کسان، دهېواد په پنځلسو ولايتونوکې په بدحالت کې شپې سبا کوي .
د باختر آژانس دخبريال دخبرله مخې؛ د مهاجرينو نړيوال سازمان ويلي دي: د هغې سروې له مخې چې د هېواد په پنځلسو  ولايتونوکې ترسره شوې دي؛ دشپږو تنو له جملې څخه يو تن يې بېځاى  شوى دى .
په دغه ولايتونه کې ننګرهار،  لوګر ، لغمان ، کونړ ، کندز ، خوست، هرات، قندهار، کابل ، بغلان،  فراه ، پکتيا ، نيمروز ، تخار او پکتيکا شامل دي .
دغه سازمان ويلي دي چې له  ٢٠١٢ ميلادي کال څخه تر  ٢٠١٧ ميلادي کال پورې درې مليونه ٥٤٩  زره  ١٦٠ تنه له بهر څخه بېځايه شوي او راستنې شوي کسان په دغو ولايتونوکې ځاى پرځاى شوي دي .
د مهاجرينو د نړيوال سازمان په رپوټ کې راغلي دي چې له هېواد څخه بهر زياتره بېځايه شوي او راستنې شوي کسان د ژوند په بد حالت او په بېوزلۍ کې شپې سبا کوي .
  پاى ذکرالله 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته