امنیت

دوه تنه پوليسان شهيد او څلور تنه طالبان ټپيان شول .

کابل باختر د چنګاښ نهه ويشتمه :
دنيمروز ولايت په مربوطاتو کې پرون په واټ کې دښخ کړى شوي ماين دچاودنې له امله دوه تنه پوليسان شهيدان شول .
دنيمروز ولايت دامنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونو پرخلاف د مبارزې مدير رحمت الله ناصر باختراژانس ته وويل، دوه تنه پوليسان دنيمروز ولايت ددلارام ولسوالۍ ددهمزنګ  په سيمه کې هغه وخت شهيدان شول چې دسپرلۍ موټر يې په واټ کې په ښخ کړى شوى ماين وخوت .
خبرځاى زياته کړه چې له چاودنې وروسته دغې سيمې ته څيرمه دامنيتي پوستې  دپوليسو دمنسوبينو اوطالبانو ترمنځ   جګړه ونښته چې له امله يې څلور تنه وسله وال طالبان ټپيان شول .
  ناصر څرګنده کړه چې طالبان له سيمې څخه تښتيدلي دي اوپه دى بريالي شوي دي چې خپل ټپيان له  ځان سره وليږدوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته