سیاست

دايران او افغانستان دستراتيژيکي خبرو لومړۍ پړاو ترسره کيږي .

کابل باختر د ثور نولسمه :

د( ايران _ افغانستان ستراتيژيک ديالوک )  دکنفرانس لومړۍ پړاو به دنظام د مصلحت دتشخيص دټولنې دستراتيژيکي  تحقيقاتو  دمرکز په کوربه توب ددوو ورځو لپاره په روانه اوونۍ کې په تهران کې  ترسره شي.

دافغانستان دستراتيژيکي  مطالعاتو انستيتوت  باختراژانس ته خبر ورکړ چې دغه کنفرانس دايران  او افغانستان دستراتيژيکي اړيکو دلارې پرسر دپرتو  ګواښونو او د شتو فرصتونو دتحليل او څيړنې په مقصد ترسره کيږي او په دې کنفرانس کې به سياسي ، اقتصادي او فرهنګي مسئلې او فرصتونه  شته خنډونه ددواړو لورو  دکارپوهانو له خوا تحليل او وڅيړل شي .

په دې کنفرانس کې به له دواړو هيوادونوڅخه يوشمير کارپوهان ګډون وکړي او افغاني هيئت دافغانستان داسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو دپخواني وزير ډاکتر رنګين دادفر سپنتا له خوا رهبري کيږي .

په لس کسيز  جګپوړي افغاني هيئت  کې دپوهنتونونو استادان ، دپارلمان وکيلان اوسياسي ، فرهنګي او امنيتي کارپوهان شامل دي .

دغه راز ټاکل شوې ده ددغه کنفرانس  تر څنګ افغاني هيئت له جګپوړو ايراني مقاماتوسره هم خبرې اترې وکړي .

ديادونې وړ ده چې ددغو خبرو دويم پړاو به دروان هجري لمريز کال په بهير کې  په کابل کې او دافغانستان دستراتيژيکي مطالعاتو دانستيتوت په کوربه توب ترسره شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته