کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ٢ :
په ننګرهار ولايت دناتو دجنګي الوتکو دبريدونو له امله دوسله والو طالبانو دډلې يو قوماندان له ورور سره يې ووژل شو او درې تنه نور جګړه ماران ټپيان شول.
په ملاباز محمد او دهغه په ورور هغه وخت بريد وشو چې په خپل پټنځي کې ديو لړ تروريستي بريدونو په پلان جوړولو بوخت وو .
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى حضرت حسين مشرقيوال دباخترآژانس
خبريال ته وويل : په دې هوايي بريد کې ملا بازمحمد او ورور يې ووژل شول او درې تنه نور جګړه ماران ټپيان شول.
دمشرقيوال دڅرګندونوله مخې : په دې بريد مې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ