امنیت

اووه تنه وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول .

کابل باختر د ثور اتلسمه:
اووه تنه  وسله وال طالبان  په روزګان ولايت کې له امنيتي مامورانو سره په نښته کې ووژل شول .
په دغو طالبانو تيره شپه دترينکوټ ښار ته څيرمه هغه وخت چې په ډار اچوونکو فعاليتونوبوخت وو بريد وشو .
دهېواد په جنوب کې دملي اردو يو جګپوړي قوماندان  باختراژانس ته وويل چې په دغه نښته کې  اووه  تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل چې له وژل شويو کسانوڅخه يوه اندازه  چنګي وسايل  او چاوديدونکي توکي پاتې شوي دي
ديوبل خبرله مخې،  په روزګان ولايت کې ديولړ چاودنو مخه ونيول شوه
امنيتي مامورانو  نن سهار ددغه جنوبي ولايت په ځينوبرخو کې اته ماينونه کشف او شنډ کړل .
  ختم_ سعيده _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته