کابل باختر د وري دمياشتې ١٠ :
د افغانستان د ورزش ادارې د هېواد د آزادو مبارزو د دوو ستورو مبارز او هوتک سيالي لغوه کړې ده .
ټاکل شوې ده دغه دوه تنه اتلان د لومړي ځل لپاره ديوبل په وړاندې ودريږي.
خو دافغانستان دالمپيک ملي کميټې اقدام وکړ او ددغې سيالۍ دترسره کولو مخه يې ونيوله .
دواړو لورو ديوبل په نسبت د وړتيا غوښتنې له خبرو اترو وروسته سيالۍ ته اړ شول او ټاکل شوې وه دغه سيالي په نږدې راتلوونکو ورځو کې ترسره شي.
د المپيک دملي کميټې ديوې خبرپاڼې په خپرولوسره ددغې سيالۍ دلغوه کولو خبر ورکړ او ويې ويل دغه کار يې د قومي حساسيتونو د راپارولو د مخنيوي لپاره ترسره کړى دى .
دغې کميټې دافغانستان دغه دواړه اتلان په دې برخه کې خبرو اترو ته رابللي دي .
له يوبل سره دافغانستان د آزادو مبارزو د دغو دوو تنو اتلانو داحتمالي لوبې خبر دافغانستان دخلکواود ټولنيزو شبکوداستفاده کوونکوله منفي غبرګونونو سره مخامخ شوي و.
0 1 دقیقه لوستل