خبرونهاقتصادTOPټولنه

اير العربيه هوايي شرکت هم کابل ته الوتنې پیل کړې

کابل،  مرغومې ۲۰مه، باختر

د تراسپورټ او هوايي چلند وزارت کابل ته د اير العربيه هوايي شرکت د الوتنو د پیل خبر ورکوي.

دغه وزارت ویلي چې نن اير العربيه هوايي شرکت کابل نړيوال هوايي ډګر ته لومړۍ الوتنه ترسره کړه چې له دې وروسته به دغه شرکت په نورمال ډول د شارجې او کابل ترمنځ ورځ کې یوه الوتنه کوي.

یاد وزارت زیاته کړې چې د یاد شرکت د الوتنو په پيل سره به مسافرو ته لا اسانتياوې رامنځته کړي.

هېره دې نه وي، چې څه موده وړاندې فلاى دوبی هوايي شرکت هم کابل ته الوتنې پيل کړې وې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته