نړۍ

د ملګرو ملتو سرمنشي: فساد په نړۍ کې د نا امنۍ او تاوتريخوالي عامل دى

 نيويارک ايرنا  باختر د ليندۍ دمياشتې ١٩ :
د ملګرو ملتو د سازمان سرمنشي بان کي مون وويل چې په دولتي دستګاووکې فساد په  نړۍ کې د نا امنۍ او تاوتريخوالي د زياتوالي عامل دى.
د ملګرو ملتو د سازمان سرمنشي پرون له فساد سره د مبارزې د نړيوالې ورځې په مناسبت په خپل پيغام کې د هغو محسوو پرمختګونو څخه د خوښۍ د څرګندولو په ترڅ کې چې د نړۍ په کچه د فساد او بډې اخيستنې له پديدو سره د مقابلې په  خاطر ترلاسه شوې دي؛ وويل: اوس دغه ټولنيزه ستونزه په پراخ ډول يو ټولنيز جرم او تباهي شمېرکيږي.
بان کي مون په دې پيغام کې له نړيوالې ټولنې څخه وغوښتل چې له فساد سره  د مبارزې او د شفافيت د ملاتړ په خاطر د هلو ځلو په لاره کې سم دولتي مديريت او د مسووليت احساس نړيوالو ته ورسوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته